د غزني دکرنې ریاست کارکوونکو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دغزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ټولو ولسوالیو دکرنې مدیرانو ته د کرنییزو کړنلارو د پلي کولو په موخه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
ددې پروګرام په پیل غونډه کې د غزني دکرنې رییس مولوی ګلاب الدین ذبیح الله
خپلو ټولو کارکوونکو ته د یاد روزنیز پروګرام او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل، چې د یوې ادارې دښه نظم او دبریالیو کړنو لپاره داسې پروګرامونو ته اړتیاده چې له امله یې یوه اداره د کامیابۍ ګامونه اخستي شي.
د کرنیزو کړنلارو د پلي کولو په موخه په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د موضوع اړوند لازمې سپارښتنې او معلومات وړاندې شو.