د غزني ده‌یک کې د اوبو چک‌ډېم جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۴۷
د غزني ده‌یک کې د اوبو چک‌ډېم جوړېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په کلي کې د چک‌ډېم جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر په یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف ددې پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد چک‌ډېم د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په سمیه کې جوړېږي، چې۱۲ متره سور، ۲۲ متره اوږدوالی او ۱۵۰ متره لوړوالی لري او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغزني دکرنې رییس له یادې پروژې څخه دلیدنې په ترڅ کې د يادې پروژې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د کارونو کيفيت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي حنیف دشېربوز سيمې له ولسونو وغوښتل، چې د نوموړې پروژې کارونه په اخلاص سره ترسره کړي او له چارواکو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۲
Background image

میدان وردګو کې د انجې ترویج په پار هڅې


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست په دې ولایت کې د انجې دودولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د اسټارز مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د  فراه دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو  پروګرام پای ته ورسېد

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به. . .

بازگشت