دکرنې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو
۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ترمنځ؛ د څلورو جوماتونو جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست کفیل او د جیودیزي او کدستر لوی رییس مولوی سعید الرحمن مظهري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس نور الله غفوري ترمنځ د ځمکو د تنظيم او وېش رییس مولوي سید محمد سعید، په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د ټولګټو وزارت د (۱۶۰۰) ګنې د ۲۶/۶/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۴۴۳۷) ګنې د ۲۸/۸/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس په هرات او فراه ولایتونو کې د ۱۲ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او دفراه ولایت د فراه رود او ګلستان په ولسوالیو کې درې درې جیبه د جوماتونو جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لېږدول کېږي.