دوو ولایتونو کې دلسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
![دوو ولایتونو کې دلسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-13_at_15.32.34_7bfc5279_0.jpg)
۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلوځلو په دوام د میدان وردګو او هلمند په ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادو هلوځلو په ترڅ کې د میدان وردګو او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.