دهلمند د بولان مرکزي قوریه کې د انځرو زرګونه قلمې کښېنول شوې
٩ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د انځرو اصلاح شوې ٦٥٠٠ قلمې کښېنول شوې.
دغه اصلاح شوي انځر په پلاستیکي تونلونو کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د هلمندي بزګرو لپاره د ارزښت لرونکو مېوه یي نیالګیو په اصلاح او ترویج کار وکړي ترڅو ددې ولایت د بڼوالۍ په برخه کې نوښت رامنځته شي.