خوست کې د سټروسو بڼونو ترویج په پار د مالټې بڼونه جوړېږي
![خوست کې د سټروسو بڼونو ترویج په پار د مالټې بڼونه جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/735c43b0-ca28-4c74-ba2a-e88ffa1a94ce.jpeg)
۲۰ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د نادر شاه کوټ په ولسوالی کې د مالټو بڼونو جوړولو په پار پر یوشمېر بڼوالو د مالتې نیالګي وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروسې په ترڅ کې پر هر بڼوال د مالټې ۱۳۳ نیالګي وېشل شوي دي، چې ورسره به په دې ولسوالی کې د مالټې لس بڼونه جوړ شي.
خوست له هغو ولايتونو څخه دى، چې هوا يې د سټروسو مېوو د کښت لپاره غوره ثابته شوې ده.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لیمو پکې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ، ننګرهار، کندهار او خوست ولايتونو کې کرل کېږي.