لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۰:۵
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

٣ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوکر ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د لوګر په ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخیستلو لپاره  تخنیکي پلاوی بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي.  په همدې موخه یاد پلاوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې .
د لوګر ولایت د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د محمدآغې ولسوالی اړوند مس عینک کان ته سفر وکړ.
دغه سفر چې، مشري یې د یاد تخنیکي پلاوی مشر مولوی سید امین هاشمي کوله پکې د کار او ټولنیزو چارو رییس، د ښار جوړونې رییس او د ځمکو آمریت د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو.
ددې سفر موخه د ریاست الوزراء د حکم او د غصب مخنیوی کمیسیون د مکتوب په اساس د هغو کورونو تشخیص او تثبیت ښودل شوي، چې د تطر حکومت له لوري ورته د ځمکو د بدیل معلومول ویل شوی وو یاد تخنیکی پلاوی ته دنده سپارل شوې تر څو دغه کورونه چی ټولټال په ۹ کلیو کې پراته دی وڅېړی.
مس عینک کان د لوګر ولایت دمحمدآغې ولسوالی په لیرې پرته دښته کې پروت دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

ننګرهار کې ۸۰ بې‌وزلو او تازه راستنو شویو کورنیو ته د څارویو د خوراکي توکو د تولید کرنیزې مرستې ووېشل شوې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د روداتو، کوټ او چپرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت او سرې مياشتې ترمنځ د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو پر پروژې همغږي وشوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت اجرائيوي رییس، سېد محمد نعيم محمدي، د خپل کار په دفتر کې د سرې مياشتې د ختیځ زون د همغږۍ له رییس مولوي. . .

بازگشت