کندز کې په ۱۲۰ مالدارانو نغدې پيسې وويشل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۲۸
کندز کې په ۱۲۰ مالدارانو نغدې پيسې وويشل شوې


۲۷ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رياست
د (DCA) دفتر په همکارۍ، د وړيو او کشمېرې څانګو له پاره د څارويو خوراکي توکو او اړينو درملو پېرلو په موخه پر ۱۲۰ مالدارانو نغدې پيسې وېشلي دي.
دغه مرستې د کندز ولايت د علي اباد په ولسوالی کې پر ۱۲۰ مالدارانو وېشل شوې، چې په ترڅ کې يې هر مالدار ته ۳۵۲۰افغانۍ ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د مالدارانو ملاتړ او د کشمېرې او وړيو د صنعت پراختيا ته زمينه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د شاکابل په سیمه کې د اوبو یو زېرمتون، چې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ملګرو ملتونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

بغلان کې بزګرانو ته لسګونه شنې خونې جوړېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
 د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»او آغاخان دفتر په مالي لګښت او د سو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو. . .

بازگشت