د بودیجې لګولو په پار د کرنې وزارت ادارې غونډه په لاره واچول شوه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۶:۲۰
جلسه اداری وزارت زراعت در مورد مصرف بودجه برگزار شد

۱۲ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عادي او پراختیایي بودیجې لګولو او ټاکل شویو موخوته د رسېدندې په پار د کرنې وزیر، د کرنې وزارت مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د پروژو رییسانو په ګډون په دې وزارت کې اداري غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي د عادي او پراختیاي بودیجې لګولو، د کال په منځ کې د بودیجې تنقیض او دغیر اختیاري پروژو پر پلي کولو جزئیات وړاندې کړل.
ښاغلی رفیعي وویل، چې دکرنې وزارت عادي او پراختیایي بودیجې کموالي ته په کتو اړتیا ده، چې په لګولو کې جدي صرفه‌جويي ووشي. هغه وویل، چې د مالیې وزارت د غوښتنې پر اساس اړتیا ده، چې اختیاري پروژې ډلبندي شي ترڅو ضروري پروژې د ډونرانو په همکارۍ له غیر اختیاري بودیجې څخه تمویل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي هم دکال په منځ کې د بودیجې تنقیضاتو او بدلونونو ته په اشارې، ددې وزارت ټولو ولایتي او مرکزي ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې د عادي بودیجې په لګولو کې په جدي توګه صرفه‌جويي وکړي.
په همدې حال کې دکرنې وزیر وویل، چې شته امکاناتو ته په کتو ټول پروژې مکلف دي، چې د پراختیایي بودیجې لګولو په پرخه کې دکرنې وزارت له خوا ټاکل شوې موخې ته ورسېږي ترڅو خلکو ته په اساسي ډول چوپړتیاوې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت