د کجورو «خرما» د بڼونو جوړولو ملي طرحه د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳


۲۳ چنګاښ ۱۳۹۸
د هېواد جمهور ییس محمد اشرف غني په سپارښتنه، د کرنې وزارت له خوا د کجورو «خرما» د بڼونو ملې طرحه چمتو او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیرنصیر احمد درانی له خوا اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوې وه، چې د یاد شورا له خوا ومنل شوه. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: «ددې طرحې پر اساس ټاکل شوې، چې دکرنې وزارت له خوا د کجورو دوه زره او ۷۰۰ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شي او دغه راز د خرماو د بېلابېلو نژادونو د انساجو د کرکېلي له لارې د خرماو د اصلاح شوي او تصدیق شویو نیالګیو د تولید او تکثیر په پار درې لابراټوارونه هم ایجاد کړي.»
ښاغلی رستمي وویل: «د فراه، هلمند او ننګرهار په ولایتونو کې څېړنیز فارمونه او د خرماو ملي کلکسیون جوړول، د کیفیت د کنټرول د اسټنډرډونو پلي کول، د بازار موندنې تصدیق پاڼې صادرول او ترویجې چوپړونه وړاندې کول د کرنې وزارت ددې طرحې نورې برخې دي.»
ددې طرحې پراساس د کرنې وزارت په برنامو کې د کجورو سوداګریز بڼونه جوړول، د کجورو بڼونو جوړولو په پار له وچو او هغو ځمو څخه، چې دکرکېلي وړ نه دي ګټه پورته کول، د انساجو د کرلو له لارې د مختلفو نژادونو د اصلاح شویو نیالګیو تولید، د کورني مارکېټ لپاره ښه کیفیت لرونکي کجورو تولیدول، د بڼوالۍ په برخه کې د کار زمېنه برابرول او خصوصي سکټور لپاره د پانګونې نوي فرصتونه برابرول او د بېلابېلو نیالګیو ملي کلکسیون جوړول شامل دي.
ددې طرحې په پلي کولو کې ۱۵.۱۱ میلیونه امریکایي ډالر لګول کیږي.
ددې لپاره چې افغانستان متنوع اقلیم لري او ددې ترڅنګ تاوده اوړی او وچې دښتې د خرما کرکېلي او تولید لپاره مساعدې دي. له پخوا راهیسې د ننګرهار، لغمان، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او خوست په ولایتونو کې په دودیزه توګه د خرماو کرکېله دود دي، چې د تخم په واسطه تکثیريږي. د یادو ولایتونو اقلیمي شرایط د خرماو کرکېلي او تولید لپاره مساعده ده.
د عربستان له خوا په ۲۰۰۸ ام کال کې افغانستان ته د خرماوو ۱۰ زره بېلابېل نژادونه ورکړل شوه، چې د ننګرهار، لغمان او هلمند په ولایتونو کې کرل شوي دي.
تېر کال افغانستان د ۹.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ زره او ۷۶۰ ټنه خرما وارد کړي دي. د دغو بڼونو له جوړولو څخه د کرنې وزارت موخه د ښه کیفیت لرونکي خرماو د تولید ډېر والي او له بهره د خرماو د تولیداتو د کچې ټېټول دي. د خرما په برخه کې پر ځان بساینه د کورني مصرف په برخه کې په کال کې ۱۰ میلیونه ډالر د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته کولای شي او ددې ترڅنګ ډېرو خلکو ته د کاروبا او پانګونې زمینه هم برابروي.
دغه راز دکرنې وزارت له پانګوالو او خصوصي سکټور څخه غواړي، چې ددې طرحې په پلي کولو کې د همکاریو ترلاسه کولو په پار دې یاد وزارت ته مراجعه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۹:۲۲
Background image

فراه کې راستانه شویو کډوالو ته لس معیاري شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «واسا»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د «یوان‌اچ‌سي‌آر» ادارې په مالی ملاتړ د دی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول 

 ۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۰
Background image

د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر ولایتي مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته. . .

بازگشت