زرغونتیا او بیارغونه؛ پکتیکا کې د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۹:۳۸
زرغونتیا او بیارغونه؛ پکتیکا کې د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

پکتيکا د هېواد سوېل ختيځ ته پروت له هغو ولایتونو څخه دی، چې شمال او شمال لوېديځ ته یې غزني او د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د پاکستان هېواد د بلوچستان ايالت موقعيت لري. سوېل او سوېل لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره اوږده پوله لري.
پکتیکا د مرکز ښرنې سربېره ۱۹ اداري واحدونه چې مټاخان، يوسف خېل، يحي خېل، اومنه، سرروضه، زرغون شهر، جاني خېل، ګومل، سروبي، اورګون،  زيړوک،  نکه، ډيله خوشامند، وازه خواه، تروې، وړممۍ، برمل،  ګيان او ميشت ولسوالۍ لري، چې یو شمېر یې خورا زیات ځنګلونه او ځنغوزو څخه برخمنې دي.
د دغه ولایت ډېری وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې په اوړي کې د غوره اب هوا له امله د ګڼو کرنیزو پیدا وار د تولید په ډله کې هم حسابیږي؛ چې په ګڼ شمېر کرنیز توکي په ځانګړي توګه ځنغوزی یې خورا د لوړ ارزښت لرونکو مېوو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال ترې په ګڼ شمېر ځنغوزې او نورې مېووې ترې په بېلا بېلو وختونو کې راټولېږي.
دا چې ځنګلونه، څړځایونه ، او شنې سیمې د یو هېواد او  ټولنې ملي شتمني ده او د دې ارزښتناکې خزانې ساتنه د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې مهم رول لوبوي په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یې هم په پار ګڼ پرګرامونه او برنامې پلي کړي دي، چې له هغې ډلې یې یو هم د پکتیکا ولایت د ځنګلونو لپاره د کورنیو قوریو جوړول دي، چې د پکتیکا سر بېره دا پرګرام په نورو ټاکلو ولایتونو کې هم په لاره اچول شوی دی. د ځنګلونو رغونه د هېواد د اقتصادي ودې په پروسه کې خورا مهم اهمیت لري.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځنګلونو د پراختیا او زرغونتیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې په پار یې د ځنغوزیو او چهارمعزو ګڼې قورنۍ قوریې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سیمې اوسېدونکو سره په همغږۍ جوړې کړي دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس فضل الربي زمانزی وایي، چې د ۱۴۰۰م کال په ترڅ کې د یاد ولایت په سروضه، ارګون، سروبي او زیړوک ولسوالیو کې ۴۵۰ زره د ځنغوزیو او چارمغزو نیالګي تولید شوي دي، چې راتلونکي پسرلي ته به د ځنګلونو د پراختیا په پار ټاکل شویو سمیو ته ولېږدول شي او تر څنګ یې د ۲۷ ټولنو له ډلي څخه په ۲۶ ټولنو کې د ځنغوزیو مستقیمه کرنه په سیمه کې تر سره شوي، چې ورسره په ټولو ټولنو کې د مستقیمې کرنې په ساحه کې د ځنګل ساتنې او تخریب مخنیوي په پار محافظتي سیمه جوړه شوي ده او په پار یې ۳۵۶ قوریه لرونکو ته اړین وسایل او په یو لړ ولسوالیو کې اغزن سیمونه هم وېشل شوي دي.
د زمانزي په خبره د ځنغوزیو او چهارمغزو کورنۍ قوریې د یاد ولایت په ارګون، سروبي، سروضې او زیړوک ولسوالیو کې پلي کیږي، چې په پار یې اړوند چارې لکه د اوبو رسول او د سیمې کنټرول هم په پام کې نیول شوي دي او په اورګون او سروبي ولسوالیو کې یې په پار د چکډیمونو سروې هم شوې ده او هرې ټولنې  لپاره دوه کارکونکي هم ګمارل شوي دي.
د یاد ریاست د مالوماتو له مخې یاد د کورنیو قوریو پروژه د پکتیکا ولایت په ۴ ولسوالیو سروضه، ارګون، سروبي او زیړوک کې د ځنګلونو د احیا، بیارغونې، ځنګل ساتنې، او د ځمکې لاندې اوبو مدیریت په پار فعالیت کوي، چې ۲۷ ځنګلي ټولنې او ۳۵۶ قوریه لرونکي یې غړیتوب لري، چې یوازې په ۱۳۹۹یم کال کې په سروضه، ارګون، سروبي او زیړوک  ولسوالیو کې ۳۲۰زره  د ځنغوزیو او چارمغزو نیالګي تولید شوي وو.
د پکتیکا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت د ځنغوزیو او چارمغزو قوریه لرونکو ته  عامه پوهاوی، د ټولنو جوړل، روزنه ورکول او د ۲۰ سیمه ییزو ښوونځیو جوړل، د اړینو وسایلو وېش، د قومي مشرانو سره د ځنګلونو د وهلو په پار قومي تړونه ته هڅول، د کمیاوي سرو او تخمونو ورکړه نورې هغه چارې دي، چې ورسره به د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا تر څنک د چاپېریال د سمسورتیا لامل هم شي.
دغه راز د یادو کورنیو قوریو څخه برخمن شوي قوریه لرونکي هم خوښ دي، چې د ځنګلونو د لا پراختیا په پار یې ورته اړین تخمونه، اړوند توکي او په کور د ننه ارزښتناک او مناسبې قوریې ورته جوړې کړي دي.
عطاء الله د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د عباس خېلو د کلي اوسېدونکی او د ځنګلونو د ساتنې ټولنې رییس هم دی، هغه له دوه کالونو راهیسې د ځانګلونو د پراختیا، ساتنې او نیالګیو روزنې په قوریو کې کار کوي تر څو له دې لارې د ورکړل شویو تخمونو په مرسته له ځنګلونو څخه پاتې سیمې زرغونې او په ښه ډول سره ترې ساتنه وکړي.
د عطاءالله په خبره که څه هم د خلکو لوالتیا د ځنګلونو د لا پراختیا او قوریو روزنې په برخه کې خورا زیاته ده خو د ناروغیو او افاتو د کنټرول په برخه کې یې قوریې له یو لړ ستونزې سره مخ دي، چې په پار یې څوځلې د حل لارې چارې ورته لټولي دي تر څو په ښه ډول سره ورکړل شوي کورنۍ قوریې تر روزنې وروسته سیمه ته ولېږده وي. نموړی د ځنګلونو د لا پراختیا لپاره د کرنې وزارت څخه غواړي تر څو په سیمو کې ورته د اوبو لوی او کوچنۍ چکډیمونه، بندونه او کانالونه جوړ کړي.
دغه راز حاجي نادرشاه د اورګون ولسوالۍ د فقیرانو په کلي کې یو تن بل د کرنې وزارت له ورکړل شویو کورنیو قوریو برخوال دی، له هغه سره په قوریو کې سلګونه د چارمغزو او ځنغوزیو نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې د خورا ښې پایلې په ترڅ کې یې نور د سیمې اوسېدونکي هم یادې برخې ته هڅولي تر څو له دې لارې خپلې سیمې ته زرغونتیا ورکړي.
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د نورو ګڼو فعالیتونو په دوام هڅه  کوي تر څو د سیمو اوسېدونکو سره له نږدې هغې لارې چارې چې د سیمې د ښېرازۍ لامل ګرځي تر سره کړي.
د کرنې وزارت د پکتیکا ولایت سر بېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار یو لړ پرګرامونه پلي کړي دي، چې له هغې ډلې د ځنګلونو د قوریو جوړول، د ځنګلي بیارغول، د ځنګلونو ساتنه، د ځنګلونو ساتنې په پار ټولنې رامنځته کول، د ځنګلونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیاتول او نورې ګنې برنامې هغه څه دي، چې د کرنې وزارت له لوري د ځنګلونو د پراختیا په پار تر سره شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت