لغمان کې د اوبولګولو د لسو کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۴:۵۳
لغمان کې د اوبولګولو د لسو کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ «EATS» پروژې له خوا د لغمان په ولایت کې د اوبولګولو د لسو کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي،
چې د اوبولګولو یاد کانالونه، چې ټولیز لګښت یې ۴۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي د پراختیا یي شوراګانو په همکارۍ د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې جوړېږي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې ددغو کانالونو د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ په بشپړېدو سره به یې سلګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، دلغمان د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ وويل: «دا د ټولو ګډ مسووليت دی، چې د وطن د آبادۍ لپاره په اخلاص کار وکړو ترڅو د ولسونو ستونزې راکمې شي.»
آغلې ساپۍ د قرارداد کوونکو شورا ګانو له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د پروژو کيفيت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت