د هرات انجیل ولسوالی کې یوه معیاري سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۱۵
 د هرات انجیل ولسوالی کې یوه معیاري سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د انجیل په ولسوالۍ کې د هرات والي سید وحید قتالي په حضور کې یوه معیاري سړه خونه پرانیستل.
دا سړه خونه په ۸۰۰ مترمربع ځمکه کې د «عزیزظهور» خصوصي شرکت له خوا جوړه شوې ده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې حشمت الله غفوري وویل: «د خصوصي سکټور له خوا د سړوخونو جوړول د بڼوالۍ په برخه کې د مرستې او ملاتړ په پار ستر ګام دی.» ښاغلی غفوري زیاته کړه: «خصوصي سکټور باید له دولت سره همکار وي، ځکه یوازې دولت نه شي کولی، چې د بزګرانو اړتیاوې پوره کړي. هیله ده، چې نور سوداګر هم دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
داه سړه خونه، چې د ۴۱۴ زره ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده، د یوزر او ۸۰۰ مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیا لري. د هرات ولایت مرکز او د انجیل ولسوالۍ یوه اندازه تازه مېوې به په دې سړه خونه کې وساتل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم له تېرکال را په دې خوا د صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو په پار لویه برنامه تر لاس لاندې نیولې ده، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تازه مېوو د ساتنې او د خوساکېدو د مخنیوي په پار سلګونه صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت