د «حاصل» ټولنيز انجمن په پرانيستې سره په ۵۵کورنيو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۵:۴۹
با افتتاح انجمن اجتماعی «حاصل»، به ۵۵ خانواده بسته‌های کمکی توزیع شد

۱۹غويی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې د پراختيا صندوق ADF، نن د «حاصل ټولنيز انجمن»، په پرانيستې سره پر ۵۵ اړمنو کورنيو مرستې ووېشل.
ددې ټولنې په پرانيست غونډه او د مرستو په وېش غونډه کې دکرنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال شېرشاه اميري، دکرنې د پراختيا صندوق رييس ايمل آرمان او د حاصل ټولنيز انجمن مشرې نبيله پوپل ګډون درلود.
شېرشاه اميري وويل، چې دولت د خوړو خونديتوب په برخه کې هلې ځلې کوي او په دې برخه کې ځانګړې برنامې لري. ښاغلی اميري زياته کړه: «خير رسول او د بېوزلو لاس نيوی عبادت دی، په پام کې ده چې په پنځو زونونو کې ۲۱۵کورنۍ له دغو مرستو برخمن شي، چې په کابل کې يې د پرانيستې شاهد يو.»
د مرستو ددغو کڅوړو پيسې دکرنې دپراختيا صندوق څخه د پور اخيستونکو د کټې او جريمو له لارې تامينېږي.
په دې برنامه کې د حاصل ټولنيز انجمن مشرې نبيله پوپل وويل: «دا پيسې له هغو کسانو راټول شوي چې دکرنې پراختيا صندوق څخه يې پور اخيستي دي. دا لږې مرستې تاسو درنې کورنۍ ته تقديم و، که څه هم بسنه نه کوي قبول يې کړئ، په راتلونکې کې هم انشاءالله اړمنو سره مرستې کوو.»
په همدې حال کې دکرنې پراختيا صندوق رييس ډاکټر ايمل آرمان وايي،  چې د دوو کلونو په ترڅ کې د نړيوالو همکارو بنسټونو له خوا له دې صندوق سره څه باندې ۱۳ ميليارډه افغانۍ مرستې شوي دي، چې څه باندې ۱۰ ميليارډه يې پر بزګرانو وېشل شوي دي. هغه وويل چې له دغو پورونو څه باندې ۵۳زره بزګران برخمن شوي دي او په همدې توګه ددغو پورونو له ډلې ۹ميليارډه يې تردې دمه بېرته راټول او پر نورو بزګرانو وېشل شوي دي.
هغه زياته کړه چې بزګران، بڼوال او مالدارانو سره د مرستې ترڅنګ ياد صندوق د بورسیې په برخه کې هم دکرنې زده کړيالانو سره مرسته کوي تر څو خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.
ښاغلی آرمان وويل: «په پام کې ده چې خپلو چارو ته پراختيا ورکړو، اړمنو ته د مرستې کچه تر درې زره ورسوو او په ولايتونو کې نور ډېر بزګران له خپلو پورونو برخمن کړو.»
 په همدې حال کې د حاصل ټولنيز انجمن مشرې نبيله پوپل وايي، چې دا ټولنه اړمنو سره د مرستې په موخه جوړه شوې ده.« د وياړ ځای ده،  چې بزګرانو سره مرستې کوو، زموږ کار په عدالت ولاړه ده، د مسووليت منلو حس ددې لامل شوی دی، چې دا ټولنه جوړه کړو او له دې لارې وکولی شو چې خپلو هېوادوالو سره مرستې وکړو. دا ټولنه ددې کار د پلي کېدو مسوول دی.»
د برنامې په پای کې ځانګړې کارتونه چې په کې د مرستې کچه درج شوې ده پر اړمنو ووېشل شول. کارت لرونکي کولی شي،  چې له ټاکل شويو پلورنځيو څخه خپل د مرستې کڅوړې تر لاسه کړي.
په دغو مرستو کې يو بوجۍ اوړه، يوه بوجۍ وريجه او يو قطي غوړي شامل دي.
ټاکل شوې،  چې په راتلونکو ورځو کې د  بلخ، ننگرهار، کندهار او هرات په ولايتونو کې پر يو شمېر اړمنو کورنيو د مرستې کڅوړې ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې. . .

بازگشت