ارزګان کې د سبو دکرکېلي نوي لارې چارې

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۵:۲۶
ارزګان کې د سبو دکرکېلي نوي لارې چارې

14 وری1400
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په ټولو موسمونو کې د سبو او ترکاریو د تولید او د بزګرانو د عوایدو زیاتوالي او اقتصادي غوړېدا په پار په ټول هېواد کې کروندګرو ته د سبو د کرکېلي نوي لارې چارې برابروي، چې په ترڅ کې یې په ټول هېواد کې بزګرانو ته لویې او وړې شنې خونې جوړې کړي دي، چې له هغې ډلې د ارزګان په ولایت کې د یاد ولایت دکرنې ریاست او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیم بدلون سره د سمون پروژې « CCAP» له لارې ۱۴۳ شنې خونې جوړې شوي دي او د ۳۰ نورو هغو د رغولو چارې روانې دي.
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د موسمي حاصلاتو د ډېرښت او لا پراختیا په پار هڅې کوي چې، په پایله کې یې دا مهال ددې ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د یاد ولایت دکرنې ریاست او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیم بدلون سره د سمون پروژې « CCAP» له لارې ۱۴۳ شنې خونې جوړې کړي دي او د ۳۰ نورو شنوخونو د وېش لړۍ هم روانه ده، چې په بشپړېدو سره به یې ددې ولایت د شنوخونو شمېر ۱۷۳ ته ورسېږي.
د پکتیا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه شنې خونې د کروندګرو د ورځنیو عوایدو په لوړېدو، له کمې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو راټولول او د موسمي تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې مرسته کوي، تر څو په بېلابېلو موسمونو کې له دې لارې د حاصلاتو کچه لوړه او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت