لغمان کې د کرنیزو توکو د بازارموندنې مرکز جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۴۸
لغمان کې د کرنیزو توکو د بازارموندنې مرکز جوړېږي

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ سیمه کې د کرنیزو توکو ټولولو او بازارموندنې د مرکز د بنسټ ډبره، په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې برښنا ساپۍ او ددې ولایت د یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې کېښودل شوه.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد مرکز د ګډوالو نړیوالې ادارې «IOM» د «RADA» برنامې له خوا د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
ددې مرکز په جوړېدو سره به د بزګرانو کرنیزو توکو ته بازار موندنه او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره شي. دغه راز د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته او زیات شمېر خلک به ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت