د مالدارۍ ۲۵ شرکتونه د خوندیتوب او خوراکي توکو د کیفیت مدیریت تصدیق لیکونه تر لاسه کړل

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۶:۲۶
۲۵ شرکت مالداری گواهی‌نامه مصونیت و مدیریت کیفیت مواد غذایی گرفتند

۲۰ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مالدارۍ ۲۵ شرکتونه د خوندیتوب او خوراکي توکو د کیفیت مدیریت تصدیق لیکونه تر لاسه کړل.
په هغه غونډه کې، چې د یادو تصدیق لیکونو د وېش په پار د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې ادارې «USAID» د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې یا «HACCP&ISO 9001» له خوا جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې دا تصدیق لیکونه د صادر شویو تولیداتو او محصولاتو د معیاري کولو په پار دي.
ښاغلی احدي د حیواني محصولاتو د معیاري کولو په پار د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې څخه د مننې ترڅنګ، ددې پروژې له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د حیواني او نباتي لابراټوارونو د تجهیز په برخه کې دکرنې وزارت سره مرستې وکړي.
د کرنې وزیر دغه راز وویل، کوم ۲۵ شرکتونه چې تصدیق لیکونه یې تر لاسه کړي دي، د نورو متشبثینو او پانګوالو د هڅونې په پار کولی شي، چې په نړیواله کچه خپل محصولات صادر کړي. هغه په ورته وخت کې په نړیوالو معیارونو برابر د محصولاتو پر سټنډرډ کولو او په دې برخه کې د وړتیاوو پر لوړولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معینیت سرپرست عبدالکریم ملکیار، هم د محصولاتو پر معیاري کولو ټینګار وکړ. هغه وویل: «د سوداګرۍ او صنایعو او کرنې وزارتونو ترمنځ سږکال یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې  پر بنسټ یې ټول کرنیز توکي، چې پیاوړي صادراتي پوټانشیل ولري، پېژندل کېږي او روسته پروسس، بسته بندي او پر معیاري کولو یې په ګډه کار کېږي. د ۲۰۲۱ کال تر پایه د اسټنډرکولو په پرخه کې ډېری ستونزې هوارېږي.»
ښاغلی ملکیار دغه راز وویل، چې د سوداګریزو جوازونو د ترلاسه کولو لړۍ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او اسانه شوی دی او سوداګر کولی شي، چې په څو ساعتونو کې جواز ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د مالدارۍ ځنځیري ارزښت او د خوراکي توکو د خوندیتوب د پروژې  «HACCP»رییس احمد ذکریا احمدزی وویل، چې تر دې دمه له ۲۴ شرتونو سره د سوداګرۍ وزارت په همغږۍ مرستې شوي دي، چې د المان، چین او هندوستان په نړیوالو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست په ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۸
Background image

د هلمند موسی قلعه ولسوالی کې ۵۰ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند تجهیزات ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د موسی قلعه ولسوالی د کرنیز ترویج عمومي مدیریت اړوند د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ آمریت د مسلکي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، روان کال له کندهار ولایت. . .

بازگشت