دننګرهار ولايت له يوشمېر پانګوالو، سوداگرو، فارم لرونکو او صنعت کارانو سره دکرنې وزير غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۶:۴۳
نشست وزیر زراعت با شمار از سرمایه‌گذاران، تاجران، فارم‌داران و صنعت‌کاران ولایت ننگرهار

۵ سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټرانوارالحق احدي ننګرهار ولايت ته دخپل سفر په دوام، د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په شتون کې د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې دننګرهار ولايت له يوشمېر پانګوالو، سوداگرو، فارم لرونکو او صنعت کارانو سره پر بېلابېلو کرنيزو موضوعاتو خبرې وکړې.
د حبيب حسام دچرګانو روزنې د فارم استازی عزیزالله حسام وايي، چې ننګرهار دچرګانو روزنې په څو برخو له ډلې دهګيو توليد او چرګانو غوښې په برخو کې پر ځان بسيا دی خو له ګاونډو هېوادونو واردات د دوی پر پانگونې منفي اغېزې کړي دي په همدي موخه دننگرهار فارم لرونکي دکرنې له وزيرڅخه غواړي، چې د مرغدارۍ محصولاتو واردات بند کړي.
دغه راز دننګرهار دکرنې خونې استازی انجنير قاسم دکرنې له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې دوی ته کرنيز پارک جوړ شي تر څو ددې ولايت په بېلابېلو کرنيزو برخو کې پانگوونه ووشي.
ياد پانګوال دغه راز دکرنې له وزير څخه غوښتنه وکړه، ترڅو په صنعتي پارکونو کې د لوړ ولټاژ برېښنا د تامين په برخه کې د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.
همداراز صنعتکاران هم وايي، چې دکرنيزو ماشين الاتو په برخه کې ډېرې ستونزې لري او داړتيا وړ توړ ماشينونه له نورو هېوادونو واردوي، دمګړۍ دکرنيزو ماشينونو له ډلې دټرېشل جوړولو په برخه کې په ننګرهار کې يوازې يوه کمپنۍ فعاليت کوي.
که کرنيز صنعتي پارک جوړ شي او حکومت د صنعتکارانو ملاتړ وکړي ماشينونو واردولو ته اړتيا نشته او دوی به په ننکرهار کې په دې وتوانېږي چې کرنیز ماشينونه په همدې ولايت کې توليد کړي.
په همدې حال کې دننکرهار والي ضیاءالحق امرخېل وويل، چې دصنعتي پارک دجوړولو په پار دځمکې په برخه کې له دوی سره همکاري کوي او دغه راز دصنعتي پارک د برېښنا دتامين وړانديز يې ولسمشر ته استولی دی
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي په هېواد کې د خصوصي سکټور له پانګونې څخه د قدردانۍ ترڅنګ هغوی سره ژمنه وکره، چې دقانون په چوکاټ کې به له بهرنيو هېوادونو څخه دکرنيزو محصولاتو پر وارداتو به په عالي اقتصادي شورا کې خبرې وکړې او د شونتيا په صورت کې به ديوشمېر محصولاتو واردات بند او په يوشمېر نورو وارداتو به ګمرکې تعرفې لوړ کړي او دکرنيز صنعتي پارک دجوړولو په هکله وویل، يو معقول وړانديز دی له سیمه ييزو چارواکو او دکرنې دبرخې له ډونرانو سره به خبرې وکړم ترڅو کرنيز صنعتي پارک په يو مناسب ځای کې جوړ شي.
دکرنې وزير دغه راز دکرنيزو ماشينونو په هکله صنعت کارانو ته وويل، لومړی بايد پوه شو چې دکرنيزو ماشينونو په برخه کې کلنۍ اړتيا څومره ده، تر څو د خصوصي سکټور ملاتړ وکړو تر چې په دې برخه کې ډېرې پانګونې وکړي.
ښاغلی احدي دغه راز وويل، چې کرنيز ماشينونه دکرنې د پراختيا په برخه کې اساسي رول لري او په دې برخه کې به له خصوصي سکټور سره يوځای کار وکړو ترڅو په نږدې راتلونکې کې وکولی شو ټول کرنيز ماشينونه په کور دننه توليد کړو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت