ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۴
ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
د ارزګان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ارزګان دکرنې رییس احمدشاه خیري وایي، چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې ددې ولایت  د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار ۷۲ پروژې پلي شوي دي، چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفردرجې سړې خونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ښاغلي خیري په خبره ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده، چې د یوزر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.
دارزګان د کرنې رییس وایي یادې پروژې، چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي دي، ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیا یي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د  ارزګان والي محمد عمر شیرزاد،  د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزو ته پاملرنه کوي هغه  دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې ستاینه یې وکړه او له بزګرانو یې وغوښت چې له یادو پروژو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت