بلخ ولایت ته د کرنې وزیر سفر: د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو پرانسته او بنسټ اېښودل

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۰

بلخ ولایت ته د کرنې وزیر سفر:
د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو پرانسته او بنسټ اېښودل

۲۵ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی، چې د یوې پلاوی په مشری بلخ ولایت ته تللی؛ ټاکل شوې ده چې په دې ولایت کې د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دکرنې وزارت او د خصوصي سکټور اړوند یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري او یایي د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدي.
په دغو پروژو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ اړونده پروژې شامل دي.
د چرګانو روزنې ستر فارمونه (شپږ پنځه زره قطعه ای فارمونه او یو ۲۰ زره قطعه ای فارم) او د سویابینو د غوړیو د فابریکې پرانسته، د اوبولګولو یوشمېر کانالونه او شبکې د هغو برنامو له ډلې څخه دي، چې ددې سفر په لړ کې یې یو شمېر پرانستل کیږي او د یوشمېر نورو یې د جوړولو د بنسټ ډبره اېښودل کیږي.
د کرنې وزیر همداراز یاد ولایت ته په رسېدو سره په دې ولایت کې د سبو او مېوو د نندارتون پرانسته هم وکړه.
ښاغلی درانی د رسنیو په شتون کې په خپلو خبرو کې وویل، چې بلخ ولایت ډېر سابه او مېوه تولیدوی. هغه وویل، چې سږکال په دې ولایت کې د مېوو په ځانګړې توګه د ژر رسو مېوو حاصلات ډېر شوي دي.
د کرنې وزارت او د خصوصي سکټور اړوند هغه پروژې، چې ددې سفر په لړ کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي او یایې د جوړولو د بنسټ ډبره اېښودل کیږي ټولیز ارزښت ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ده.
همداراز د کرنې وزیر ددې سفر په لړ کې یو څېړنیز فارم هم ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت