جوزجان کې پر ۷۵ مالدارانو د شېدې لوشلو کڅوړې ووېشل شوې
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارانو د ملاتړ په پار پر ۷۵ مالدارانو د شېدې لوشلو کڅوړې وېشلي دي.
دغه کڅوړې، چې په هر کڅوړه کې د شېدې لوشلو ۱۶ توکي شاملې دي د کرنې وزارت د طبیعي پېښو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کموالي پروژې «CDRRP» له خوا ددې ولایت د خواجه دوکوه، خانقاه او فیض آباد په ولسوالیو کې پر ۵۰ نارینوو او ۲۵ ښځینوو مالدارانو وېشل شوي دي.