خوست کې پر څه باندې شپږ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي
۱۲ لړم ۱۳۹۹
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په پار په روان مالي کال کې ددې ولایت په شپږ زره او ۷۵۰ بزګرانو د غنمو څه باندې ۳۳۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونو په وېش سره ددې ولایت په ۱۳زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي و، چې ددې ولایت د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول درلود.
دغه راز ټاکل شوې، چې روان کال پر یوشمېر نورو بزګرانو د غنمو ۳۲۶ مټریک ټنه نور اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي.
دغه اصلاح شوي تخمونه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د ملاتړ په موخه وېشل شوي دي.