خوست کې د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۲۰:۵۹
خوست کې د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول
 
۱۳ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت له خوا د خوست ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په موخه ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره غونډه او خبرې اترې وشوې او ترڅنګ یې ددې ولایت په نهو ولسوالیو کې له قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه هم لاسلیک شول.
دغه تړونونه د خوست والي صدیق پتمن او د یاد ولایت د یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مشر محمدرفیع قاضي زاده، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس امان الله امان یار او د خوست ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو سره لاسلیک شول.
ددغو تړونونو پر بنسټ به په یاد ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې کیږي.
په دې هکله په جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس محمدرفیع قاضي زاده د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا په برخه کې د قومي تړونونو پر اهمیت خبرې وکړې هغه وویل: «د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د اساسي او مهمو ستونزو د هوارولو په پار قومي تړونونه او زموږ دغه غونډه د ارزښت وړ دي ځکه په ګډه کولای شو، چې د خپلو ځنګلونو او طبعي سرچینو ښه ساتنه او پالنه وکړو.»
ښاغلی قاضي زاده وویل، چې ددغو تړونونو پر بنسټ به په دې ولایت کې د ځنګلونو پرېکول بند او د ځنګلونو ساتنې او پرختیا ته لا ډېر کار ووشي او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي. هغه د خوست له ولسونو، حکومتي ادارو، د جوماتونو له ملا امامانو او رسنیو وغوښت، چې د یاد تړون د بشپړ پلي کېدو او د ځنګلونو دساتنې، ټولنیز نظارت او عامه پوهاوی په برخه کې دي د کرنې له وزارت سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په ورته وخت کې د خوست والي صدیق الله پتمن ځنګلونه د ولس عامه شتمني وبلل، چې په ساتنه کې یې حکومت او عام خلک دواړه مسوول بلل کیږي. ښاغلی پتمن وویل، چې ځنګلونه د ښې هوا، د سېلابونو د مخنیوي او هوسا ژوند لپاره خورا مهم رول لري. هغه له ولس او اړوندو چارواکو وغوښت، چې د خپلو طبیعي سرچینو په ساتنه کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس امان الله امان یار د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې باید ټول په ګډه د خوست اوسیدونکي وهڅوو ترڅو پخپلو سیمو کې د ځنګلونو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او له هغوی څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.
په غونډه کې ګډونوالو د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د ځنګلونو د قانون پر اساس د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې، ساتنې او پراختیا په پار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۷ مدیریتي ټولنو ته د کرنې وزارت له خوا په رسمې توګه د فعالیت جواز لیکونه ورکړل شول، چې پربنست به یې په دې ولایت کې د ۳۶۰ نویو کورنیو قوریو د روزنې او څارنې ترڅنګ ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د کندز دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د امام‌صاحب او چهاردرې ولسوالیو ۶۶ تنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د آغاخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د نیمروز په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۱
Background image

د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د نیمروز دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد. . .

بازگشت