د کرنیزو محصولاتو مدیریت طرحه؛ اروزګان، کندز، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې د ۶۴۱ پروژو چارې پیل شوې

mail-admin

د کرنیزو محصولاتو مدیریت طرحه؛
اروزګان، کندز، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې د ۶۴۱ پروژو چارې پیل شوې

۲۴ غویی ۱۳۹۹

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې عملي کېدل په څلورو ولایتونو کې د ۶۴۱ پروژو په پیلېدو سره پیل شول. په دغو پروژو کې ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او سارک صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو لمریز وچوونکي آلې وېشل شامل دي.
له دې ډلې په اروزګان کې ۵۲ پروژې، کندز کې ۳۲۴ پروژې، نیمروز کې ۳۵ پروژې او هلمند کې ۲۳۰ پروژې پلي کیږي.
د اروزګان د کرنې رییس احمد شاه خیري وویل، چې د دې ولایت بزګرانو او بڼوالو لپاره په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ۵۲ پروژې پلي کيږي، چې له یوې خوا د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخه نیسي او له بلې خوا د بڼوالو او بزګرانو د اقتصادي ودې ترڅنګ د کار موندنې لامل هم کیږي.
په همدې توګه، په کندز ولایت کې د ۱۲۷ میلیونه او ۳۲۶ زره افغانیو په ارزښت د ۳۲۴ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي ټاکل شوې، چې د څو محدودو میاشتو په ترڅ کې بزګرانو او بڼوالو لپاره د پیازو ۱۰۴ زېرمتونونه، د کچالو ۱۵ زېرمتونونه، ۱۰۲ ممیزخونې او پنځه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. د مېوو او سبو ۹۸ لمریز وچوونکي الې وېشل په کندزو لایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت له نورو پروژو څخه دي.
په همدې حال کې په نیمروز کې د ۳۵ پروژو د عملي کېدو چارې پیل شوې.
د نیمروزو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ذبیح الله اولیازاده وایي، چې په دې ولایت کې ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې په کې د ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت په چخانسور، خاشرود او چهاربولک ولسوالیو کې بزګرانو لپاره ۲۰ ممیزخونې او د پیازو ۱۵ زېرمتونونه جوړول شامل دي.
دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت په پار په هلمند ولایت کې هم د ۲۳۰ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د ۱۵۰ عصري ممیزخونو جوړول، د پیازو ۵۰ زېرمتونونه جوړول او د مېوو او سبو ۳۰ وچوونکي آلې وېشل هغه پروژې دي، چې په دې ولایت کې پلي کیږي.
بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو  د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې پروژې چې پلي کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي