لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۹:۳۶
 لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۲۱ کب ۱۳۹۸
د کب شلمه، د نیالګیو کېنولوملي ورځې وه، په همدې موخه په لغمان ولایت کې هم غونډه جوړه شوې وه او یاده ورځ یې د نیالګیو په کېنولو ولمانځله. د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې په دې ورځ یې ۲۰ زره د بېرې نیالګي په وړیا توګه پر خلکو وېشلي او ۱۸ زره مثمر اوغیر مثمر نیالګي یې هم کېنولي دي. دغه راز د سلطان غازي تفریحي پارک کې د «استقلال څېلۍ» هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. ددې ترڅنګ په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین هم پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.
باید وویل شي، چې د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ وه، چې په ټول هېواد کې د نیالګیو په کېنولو سره ولمانځل شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت