ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۵۹
ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مومندرې، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست د پلان، برنامو د همغږۍ او خصوصي سکتور د پراختیا مدیر، انجینر عطاالحق بشري وویل، چې هر مستحق بزګر ته د یوه جریب ځمکې د کرنې لپاره ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو توکو ترڅنګ هر بزګر ته د کرنیزو چارو د اسانتیا په موخه بېلچه، پنجي‌کش، تسکوره او لور هم وېشل شو.
د ښاغلي بشري په وینا، یادو بزګرانو ته د غنمو د سم کښت، کرنیزو عملیاتو، د سرې د مناسب استعمال، د ناروغیو د مخنیوي، د هرزه وښو د کنټرول، اوبولګولو او نورو اړوندو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده، څو له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او خپل کرنیز حاصلات زیات کړي.
د دې مرستندویه پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۴۹
Background image

سویل ختیځ زون کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

ننګرهار کې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه ۶۷ کسانو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال پراختیایي صندوق «آی‌اف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

پکتیکا کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې اړوند د بادامو په بڼونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم لګولو چارې ۷۷ سلنه بشپړې شوې

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز «ښرنه» کې د کوکنارو د بدیل کښت د پراختیايي پروژې اړوند، د بادامو په ۲۵ جریبه بڼونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم لګولو. . .

بازگشت