د بولان ځنګل تخریب شوي سیمې بیا ورغول شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱۷
 د بولان ځنګل تخریب شوي سیمې بیا ورغول شوې

۱۲ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بولان د طبیعي ځنګلونو هغه سیمې، چې تخریب شوي او یا له منځه تللي و د نیالګیو په اېښودو سره بیارغول شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د بولان د طبیعي ځنګونو هغه سیمې، چې په تېرو کلونو کې سوځېدلې او یا د مختلفو عواملو له لارې له منځه تللې دي بیا رغول شوي دي.
ښاغلي الکو ووېل، د بولان د طبیعي ځنګلونو په نږدې ۸۰ جریبه ځمکه کې تېر کال او ۳۰ جریبه ځمکه کې سږکال زینتي ونې اېښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان طبیعي ځنګل یوازنۍ ځنګل دی، چې د سیمې د سمسورتیا او ازرغونتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او ددې ولایت اوسیدونکو لپاره د تفریح په برخه کې ځانګړې ارزښت لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت