افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د کرنې او مالدارۍ خونې، د چرګانو پالنې ټولنې او خصوصي سکټور د استازو په ګډون، په هېواد کې د چرګانو روزنې د صنعت د پراختیا د لارو چارو د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د اسلامي امارت موخه په هر ډول شرایطو کې د چرګانو روزنې د سکټور پراختیا ده، څو له دې لارې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي او په هېواد کې دننه د صحي او سالمو خوراکي توکو د تولید زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د چرګوړو، د چرګانو غوښې، هګیو او د چرګانو د خوراکي توکو د تولید د زیاتوالي، همداراز د مورنیو چرګانو د روزنې د مرکزونو (مادر سټاک) او د چرګوړو د ایستلو د مرکزونو (هېچریو) د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداراز، ګډونوالو د صنعتکارانو، دولتي ادارو او سوداګرو ترمنځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د متقابلو همکاریو له لارې به په افغانستان کې د چرګانو پالنې د صنعت د لا ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۰
Background image

ننګرهار کې د ګنیو د حاصلاتو د ۲۰ سلنه زیاتوالي اټکل شوی؛ سږ کال به څه باندې ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د مسلکي روزنې په پایله کې، سږ کال د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

هلمند کې د کبانو او چرګانو د سکتورونو د ستونزو او بازارموندنې په اړه جلا غونډې وشوې

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د کبانو او چرګانو د سکتورونو د وضعیت ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۱۶
Background image

دهلمند په ګرشک ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کیږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ګرشک ولسوالی په ډاګیانو، سیدانو، نورزو، آب بازانو ، لیوا او ګڼو نورو. . .

بازگشت