دهلمند په ګرشک ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کیږي
۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ګرشک ولسوالی په ډاګیانو، سیدانو، نورزو، آب بازانو ، لیوا او ګڼو نورو سیمو کې د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې له لوري د ۱۵۰۰ تنو بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ ترسره کېږي.
یاد پروګرام د ګرشک ولسوالی د کرنې مسؤول مولوي حکمت الله عابد تر څارنې او همغږۍ لاندې پلي کېږي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ، د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د کرنیز سکتور پیاوړتیا ده.
په یاده پروسه کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د تخمونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده او نور مستحق بزګران به هم ترې برخمن شي.
