د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د کرنیزو خدمتونو د وړاندې کولو بهیر وڅېړه، د اړوندو مدیریتونو له کارکوونکو سره یې وکتل او د بزګرانو د ستونزو د پر وخت حل او د خدمتونو د ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
په دغه سفر کې د کرنې ریاست مستقیم سلاکار حمیدي، د کرنیزو چارو آمر رفیع‌الله بهیر او د کارکوونکو چارو مدیر محمدامین وحدت هم ګډون درلود.
د سفر په ترڅ کې د میدان وردګو د کرنې رئیس او مل پلاوي د یادو ولسوالیو د کرنیزو چارو مدیریتونو له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او د کرنیزو ځمکو، طبیعي سرچینو، کرنیز ترویج، عشر او زکات، وترنري خدمتونو او د نباتاتو د ساتنې په برخو کې یې د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
الحاج مولوي محمدرحیم نعماني د اړوندو مدیریتونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې دندې په پوره مسؤلیت، صداقت او ژمنتیا ترسره کړي، د بزګرانو او عامو خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د کرنې ریاست ټول کارکوونکي باید له بزګرانو او عامو خلکو سره د عدل، انصاف او نېک چلند له مخې چلند وکړي، د هغوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د ساحوي فعالیتونو له لارې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره عملي هڅې وکړي.
دغه راز، د میدان وردګو د کرنې رییس او مل پلاوي د یادو ولسوالیو له یو شمېر بزګرانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د محصولاتو د کیفیت د لوړولو، د حاصلاتو د مناسبې بسته‌بندۍ او بازار ته د غوره محصولاتو د وړاندې کولو په اړه یې ورته لازمې تخنیکي او مسلکي مشورې ورکړې.
د یادو ولسوالیو بزګرانو د کرنې ریاست د رییس او مل پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو ستونزو د اورېدو او د کرنیزو چارو د ښه والي په برخه کې یې د ریاست له هڅو مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا، د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت په موخه د ولایتي ریاستونو له لارې په مرکز او ولسوالیو کې د ساحوي فعالیتونو د څارنې او ارزونې هڅې کوي، څو بزګرانو او مالدارانو ته پر وخت، اغېزمن او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت