پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د زعفرانو د ننداریزو قطعو د جوړولو په موخه، د دې ولایت د مرکز په ګډون زرمت، روحاني بابا او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۴۸ تنو بزګرانو ته ټولټال ۱۹،۲۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ووېشل شول.
د وېش په مراسمو کې د ۴۸ تنو بزګرانو لپاره  ۴۸ نیم‌جریبه ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه، هر بزګر ته ۴۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ورکړل شول.
په دغه پروګرام کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیا کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم‌زي، د کرنیزو چارو عمومي مدیر عزیزالله کریمي، د ریاست یو شمېر کارکوونکو او بزګرانو ګډون کړی و.
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم‌زي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د زعفرانو دغه ننداریزې قطعې د زعفرانو د کښت د دودولو، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د بدیلو عایداتي سرچینو د رامنځته کولو په موخه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې زعفران د هېواد له مهمو او لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو څخه دي او د پکتیا ولایت له اقلیمي شرایطو او د ځمکې له خاورو سره ښه توافق لري. د نوموړي په وینا، د زعفرانو د کښت پراختیا او دودول کولای شي د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
په پای کې یاد پلاوي په خپلو خبرو کې د زعفرانو د ارزښت او اهمیت په اړه مفصلې څرګندونې وکړې او له بزګرانو یې وغوښتل، چې د زعفرانو د کښت، روزنې، پالنې، ساتنې او منظمې اوبه‌خورۍ په برخو کې لازمې پاملرنې او هڅو ته دوام ورکړي، څو له دغو ننداریزو قطعو څخه مطلوبه او اغېزمنه پایله ترلاسه شي.
د یادونې وړ ده، چې یادو بزګرانو ته د زعفرانو د کښت، روزنې او اوبه‌خورۍ په برخه کې عملي او نظري زده‌کړې هم ورکړل شوې. د دې پروژې ټولیز لګښت څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۴
Background image

کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د بڼوالۍ د پراختیا په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د املوکو په حاصلاتو کې د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د ولایت مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د سکتوري ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالی کې د افغان سوله جوړه ونکې بشري مؤسسی اود کرنې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دمسؤلو کارمندانو په پوره همغږۍ په. . .

بازگشت