د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي سره وکتل او د سیمه‌ییزې ادارې او کرنې وزارت ترمنځ د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د هلمند مرستیال والي د کرنې وزارت د پلاوي له سفر څخه هرکلی وکړ او له دغه وزارت سره یې د سیمه‌ییزې ادارې پر هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره یې وکتل.
مولوي نورالدین عمیر په دې لیدنه کې د اداري او خدماتي چارو پر ښه والي، د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ او هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د هلمند د کرنې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیاتو هڅو او همکاریو له لارې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د خپلو مسؤولیتونو د اغېزمن ترسره کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
د دغه سفر په ترڅ کې د هلمند د کرنې ریاست د فعالیتونو او اداري چارو وضعیت هم و ارزول شو.


معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد
۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری میان اداره محلی و وزارت زراعت گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، معاون والی هلمند ضمن استقبال از سفر هیئت وزارت زراعت، بر همکاری و هماهنگی همه‌جانبه اداره محلی با این وزارت تأکید کرد.
همچنان، معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند بازدید کرده و با مسئولان و کارمندان این ریاست دیدار کرد.
مولوی نورالدین عمیر در این دیدار بر بهبود امور اداری و خدماتی، هماهنگی میان بخش‌های مختلف و ارائه خدمات بهتر به شهروندان تأکید کرده و از مسئولان و کارمندان ریاست زراعت هلمند خواست تا با تلاش و همکاری بیشتر، در راستای رسیدگی به مشکلات مردم و انجام مؤثر مسئولیت‌های شان اقدام کنند.
در جریان این سفر، وضعیت فعالیت‌ها و امور اداری ریاست زراعت هلمند نیز مورد بررسی قرار گرفت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت