د پکتیا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۵
د پکتیا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (اف اې او) د زون مسؤل، انجنیر بسم الله بسمل، او ورسره مل پلاوي د یاد ریاست له رییس، مولوي سید امین هاشمي، سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ پر ګډو همکاریو، اغېزمنې همغږۍ او د راتلونکو پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیز بحث وشو.د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې د زون مسؤل، انجنیر بسم الله بسمل، د خپلو راتلونکو پروګرامونو او پلان شویو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د بېلابېلو پراختیایي فعالیتونو پلي کول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د پکتیا د کرنې رییس، مولوي هاشمي، د یادې مؤسسې له مسؤلینو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې ټولې پروژې او فعالیتونه باید د کرنې ریاست له بشپړې همغږۍ، شفافیت او ټاکل شویو اصولو سره سم پلي شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو عملي کېدل به د کرنې او مالدارۍ د سکټور په پیاوړتیا، د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو په ښه والي، د تولیداتو په زیاتوالي او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.


رئیس زراعت پکتیا با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد
۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
در مقام ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، نشست هماهنگی میان مولوی سید امین هاشمی، رئیس این ریاست، و انجینر بسم‌الله بسمل، مسئول زون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، همراه با هیئت همراهش برگزار شد.
در این نشست، دو طرف پیرامون همکاری‌های مشترک، تقویت هماهنگی و چگونگی تطبیق پروژه‌های انکشافی آینده به‌گونه همه‌جانبه بحث و تبادل نظر کردند.
انجینر بسم‌الله بسمل، مسئول زون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، در مورد برنامه‌ها و پروژه‌های در دست اجرای این سازمان معلومات ارائه کرده و گفت که تطبیق برنامه‌های مختلف انکشافی در بخش‌های زراعت و مالداری از اولویت‌های اساسی این سازمان به شمار می‌رود.
مولوی سید امین هاشمی، رئیس زراعت پکتیا، ضمن اطمینان از همکاری همه‌جانبه با مسئولان این سازمان، تأکید کرد که تمامی پروژه‌ها و فعالیت‌ها باید با هماهنگی کامل ریاست زراعت، شفافیت و مطابق اصول تعیین‌شده تطبیق شوند.
وی افزود که عملی‌شدن این پروژه‌ها نقش مهمی در تقویت بخش زراعت و مالداری، بهبود خدمات زراعتی و مالداری، افزایش تولیدات و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان و مالداران خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت