پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي او د واکسین د کمپاین د اغېزمن تطبیق په موخه د خصوصي وترنر ډاکترانو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ۲۳ تنه مسلکي خصوصي وټرنر ډاکتران ګډون لري. ګډونوالو ته د بروسلوز ناروغۍ د پېژندنې، د واکسین د معیاري تطبیق، د ساحوي فعالیتونو د اصولو او د کمپاین پر مهال د عملي چارو په اړه هر اړخیزې تخنیکي روزنې ورکول کېږي، ترڅو د واکسیناسیون بهیر په معیاري، خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو وویل، د دغه روزنیز پروګرام موخه دا ده چې خصوصي وټرنر ډاکتران د بروسلوز واکسین د تطبیق پر مهال له بشپړې مسلکي وړتیا او چمتووالي څخه برخمن وي، ترڅو کمپاین په بریالیتوب او لوړ کیفیت سره عملي شي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو لپاره ټولټال ۱۰۹ زره او ۶۰۰ دوزه د بروسلوز واکسین ځانګړي شوي، چې له دې ډلې ۷۶ زره او ۷۲۰ دوزه یوازې د پکتیا ولایت لپاره ځانګړي شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د دغه کمپاین له لارې به د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او ټولو ولسوالیو کې ټاکل شوي څاروي د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. دغه کمپاین به په راتلونکو درېیو ورځو کې پیل او د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي.
د کرنې ریاست مسؤلین هیله څرګندوي، چې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د واکسین دغه پراخ کمپاین به د څارویو د روغتیا په خوندي کولو، د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو په کمولو او د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د بروسلوز واکسین به د خصوصي سیمهییزو وټرنر ډاکترانو لهخوا په بشپړ ډول وړیا تطبیقېږي، چې دا به د مالدارانو لپاره د څارویو د روغتیا د ساتنې او د مالدارۍ د دوامدار پرمختګ په برخه کې ارزښتناکه مرسته وي.
مالداري د هېواد د کرنیز اقتصاد له مهمو بنسټونو څخه ده او د څارویو د ساري ناروغیو مخنیوی د دې سکتور د ودې او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د همدې موخې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ د څارویو د واکسیناسیون، مسلکي روزنو او وقایوي پروګرامونو د پیاوړتیا لړۍ روانه ساتلې، څو د څارویو روغتیا خوندي او د مالدارۍ تولیدات لا زیات شي.
