د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د هلمند ولایت ته سفر وکړ، څو د لښکرګاه ښار د تفصیلي پلانونو د تطبیق، د ځمکو د مدیریت او اړوندو موضوعاتو د تعقیب او همغږۍ چارې وڅېړي.
دغه پلاوی چې مشري یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس، مولوي محمود مظلوم، کوله، د اراضۍ ریاست له یو شمېر متخصصینو او تخنیکي کارکوونکو څخه جوړ و.
د سفر اساسي موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې د لښکرګاه ښار د تفصیلي پلانونو د تطبیق بهیر ارزول، د ځمکو اړوند چارو ته رسېدنه، د ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کول او د موجودو ستونزو د حل لپاره د عملي لارو چارو موندل وو.
د سفر په پیل کې د اراضۍ رییس، مولوي محمود مظلوم، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس، مولوي شېر احمد رفیع، سره وکتل. په دې لیدنه کې د ځمکو د انتقال، د اراضۍ د تنظیم، د قانوني پروسو د چټکتیا او د ځمکو د مدیریت د لا اغېزمنتیا په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
ورپسې د هلمند د کرنې رییس، مولوي شېر احمد رفیع، مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ولایت د اراضۍ د وضعیت، د ځمکو اړوند روانو چارو، موجودو ننګونو او د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره خپل تفصیلي معلومات، وړاندیزونه او نظریات د اراضۍ ادارې له عمومي رئیس سره شریک کړل.
مولوي محمود مظلوم د هلمند د کرنې ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو له همکاریو او هڅو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت به د اراضۍ د مدیریت، د ځمکو د قانونمند تنظیم، د لښکرګاه ښار د تفصیلي پلانونو د اغېزمن تطبیق او د موجودو ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اراضۍ د چارو منظم مدیریت، د تفصیلي پلانونو دقیق تطبیق او د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې همغږي د ښاري پراختیا، قانونمندې ځمکې کارونې او دوامدارې پرمختیا لپاره مهم ارزښت لري.


هیئت وزارت زراعت در سفر به هلمند روند تطبیق پلان‌های تفصیلی لشکرگاه و مدیریت اراضی را بررسی کرد
۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور تطبیق حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، یک هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت هلمند سفر کرد تا روند تطبیق پلان‌های تفصیلی شهر لشکرگاه، مدیریت اراضی و موضوعات مرتبط را بررسی و هماهنگی‌های لازم را انجام دهد.
این هیئت به ریاست مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، و با حضور شماری از متخصصان و کارمندان تخنیکی ریاست اراضی تشکیل شده بود.
هدف اصلی این سفر، ارزیابی روند تطبیق پلان‌های تفصیلی شهر لشکرگاه بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، رسیدگی به امور مربوط به اراضی، تقویت هماهنگی میان ادارات و یافتن راهکارهای عملی برای حل مشکلات موجود بود.
در آغاز سفر، مولوی محمود مظلوم با مولوی شیر احمد رفیع، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، دیدار کرد. در این نشست، درباره انتقال اراضی، تنظیم امور زمین، تسریع روندهای قانونی و افزایش مؤثریت مدیریت اراضی گفت‌وگوهای همه‌جانبه صورت گرفت.
سپس مولوی شیر احمد رفیع ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت اعزامی، معلومات مفصلی در مورد وضعیت اراضی ولایت، روند جاری امور مربوط به زمین، چالش‌های موجود و پیشنهادهای لازم برای تقویت این بخش ارائه کرد.
مولوی محمود مظلوم از همکاری و تلاش‌های مسئولان و کارمندان ریاست زراعت هلمند قدردانی کرده و اطمینان داد که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به همکاری‌های همه‌جانبه خود در زمینه مدیریت اراضی، تنظیم قانونمند زمین‌ها، تطبیق مؤثر پلان‌های تفصیلی شهر لشکرگاه و حل مشکلات موجود ادامه خواهد داد.
وی تأکید کرد که مدیریت منظم اراضی، تطبیق دقیق پلان‌های تفصیلی و هماهنگی نزدیک میان ادارات ذی‌ربط، از عوامل اساسی توسعه شهری، استفاده قانونمند از اراضی و تحقق توسعه پایدار به‌شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۱
Background image

د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د کرنیزو څېړنو او مورني تخمونو د تولید بېلابېل پروګرامونه په منظم ډول روان دي

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت وایي، د بولان څېړنیز فارم کې د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې. . .

بازگشت