ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» په نوم د څارویو د ناروغیو د تشخیص او درملنې یو مجهز وټرنرۍ کمپلیکس جوړ او په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د دغه عصري مرکز جوړېدل د مالدارۍ سکټور د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله. نوموړي د کمپلیکس له مسؤلینو وغوښتل، چې مالدارانو ته د لوړ کیفیت او معیاري وټرنرۍ خدمتونو په وړاندې کولو سره د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د کرنې ریاست له لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د «پامیر صحت» کمپلیکس مسؤل ظابط خان منګل وویل، چې په دغه مرکز کې د څارویو جراحي، داخله، مصنوعي القاح، واکسین، درملتون، لابراتواري معاینات او د پولټرۍ اړوند تخصصي خدمات وړاندې کېږي. د نوموړي په وینا، د دغه کمپلیکس اساسي موخه د څارویو د ناروغیو دقیق تشخیص، اغېزمنه درملنه او د هېواد د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده.
په یادو مراسمو کې د ولایت مقام استازي انجینر محمد جمعه محمدي د خصوصي سکټور د پانګونې او فعالیتونو ملاتړ وکړ او د کمپلیکس له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د درملنې ترڅنګ د څېړنو او علمي فعالیتونو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه، د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر مفتي عزیزالرحمن عزیز، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي ډاکټر علي حیدر حیدري او یو شمېر نورو مسؤلینو هم د خپلو ویناوو پر مهال د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه مرکز به د معیاري وټرنرۍ خدمتونو په وړاندې کولو سره د مالدارۍ د ودې، د څارویو د ناروغیو د مخنیوي او د مالدارانو د ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.
ټاکل شوې ده، چې د «پامیر صحت» وټرنرۍ کمپلیکس په فعالیت سره به د ننګرهار او شاوخوا ولایتونو مالداران د څارویو د ناروغیو د تشخیص، درملنې، لابراتواري معایناتو او نورو تخصصي وټرنرۍ خدمتونو لپاره معیاري او عصري اسانتیاوو ته په اسانه توګه لاسرسی ومومي، چې دا به د مالدارۍ سکټور د ودې او د څارویو د روغتیا د ښه والي په برخه کې یو مهم پرمختګ وبلل شي.
مالداري د هېواد له مهمو اقتصادي سکټورونو څخه ده، چې د خلکو د عاید، خوړو خوندیتوب او کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د معیاري وټرنرۍ خدمتونو نشتوالی د څارویو د ناروغیو د زیاتوالي او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو لامل کېږي. د همدې اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ دخصوصي سکټور له خوا په ننګرهار ولایت کې د عصري وټرنرۍ خدماتو د وړاندې کولو لپاره د «پامیر صحت» په نوم یو مجهز کمپلیکس جوړ کړی، څو مالدارانو ته د تشخیص، درملنې او مخنیوي معیاري اسانتیاوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

هلمند کې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د بیا رغونې په‌پار د زهکشۍ کانال د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د مرکز اړوند د بولان کلي د اوبو ایستلو کانال د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۰
Background image

د کرنې وزارت مرستیال د صنعتي پارک د پرانیستې او له تولیدي فابریکو د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوه. . .

بازگشت