هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین رسماً پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۰
هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین رسماً پیل شو

۱۲ سلواغه ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» او اړوندو ادارو په همغږۍ په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو او د مېوو نوي بڼونو جوړولو کمپاین رسماً پیل کړل.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې کمپاین په لړ کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوه، نادعلي، نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې د مېوو څه باندې دوه زره جریبه نوي بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې ولایت په قوریو او نرسریو کې څه باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي روزل شوي او په فنې او مسلکي توګه وېش ته چمتو شوي دي.
ددغو نیالګیو له ډلې ۱۲۰ زره یې د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتې ۹۰۰ زره نور هغه یې ددې ادارې تر څار لاندې دخصوصي سکټور له خوا روزل شوي دي.
هغه وویل، چې د نوي جوړېدونکو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو قوریو او نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بڼوالو به وېشل کیږي

د نوي بڼونو د جوړولو ۷۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۲۵ سلن لګښت یې د ځمکوالو له خوا ورکول کیږي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې هلمند ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت