د بلخ شولګرې ولسوالی کې د بادامو بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
د بلخ شولګرې ولسوالی کې د بادامو بڼونه جوړېږي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اکشن اېډ مؤسسې په مرسته د شولګرې په ولسوالی کې یوشمېر کسانو ته د بادامو بڼونه جوړېږي.
په همدې تړاو د اکشن اېډ دفتر مسوول د شولګرې ولسوالی د کرنیزو خدماتو له مدیر سره په لیدنه کې وویل، چې د یادې ولسوالی په دوو کلیو کې به شپږو کسانو ته د بادامو بڼونه جوړ شي. د معلوماتو له مخې، هر بڼ به په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي او هر کس ته به ۱۳۰ د بادامو نیالګي ووېشل شي.
د اکشن اېډ دفتر مسوول د کرنیزو خدماتو مدیر څخه وغوښتل، چې د دغو بڼونو د جوړولو لپاره وړ او مناسب کسان ور وپېژني، تر څو پروژه په بریالیتوب سره پلي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت