پاکستان ته په غير قانوني ډول د څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۲
پاکستان ته په غير قانوني ډول د څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د ریګستان ولسوالی ته څېرمه  د۲۱۰ پسونو د قاچاق مخه ونېول شوه، چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدېدل.
د دوی په خبره په دې تړاو درې کسان نیول شوي هم دي او د لازیاتو څېړنیو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې میاشت مخکې هم د کندهار په ولایت کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
باید وویل شي،هېڅوک حق نلري چې په غير قانوني ډول مالونه نورو هېوادونو ته ولېږدي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کې تر بل هر وخت د څارویو بې کیفیته غوښه، درمل، واکسین او حیواني خوراکي د قاچاق ترڅنګ د څارویو قاچاق ته هم پاملرنه زیاته شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت