جلال آباد ښآر کې یوشمېر قصابیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۵
جلال آباد ښآر کې یوشمېر قصابیو څخه څارنه وشوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې رياست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي ټیم د جلال آباد په ښار کې قصابیو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه.
دغه کنټرول څخه موخه په قصابیو کې د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او د حفظ الصحې مراعتول ښودل شوی دی.
ددې څارنې په ترڅ کې د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت کارکوونکو  ټولو قصابانو ته په مسلخ کې د څارویو حلالو، غوښو ټاپه کولو، دوکانونو پاک ساتلو او نورو اړونده برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د جلال آباد ښار کې ۲۰۰ بابه قصابیو دوکانونه شتون لري، چې پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت