خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۵:۵۴
خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي


۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د پروژې چارې رسماً پیل او پر دغو بزګرانو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د اړونده توکو د وېش لړۍ پیل شو.

د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریي جوړيږي. د ښاغلي نوري په خبره د یادو کورنیو قوریو د جوړولو په پار ددې ولایت له دوه منده ولسوالۍ څخه پر بزګرانو د قوریو د جوړولو د اړینو توکو د وېش لړۍ رسماً ددې ولایت د والي حلیم فدایي او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شو. د خوست والي حلیم فدایي وویل، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار به ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شي، چې هر یوه قوریه به ی د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا ولري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.

د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وایي، چې ددې پروژې له لارې په یادو ولسوالیو کې د ځنګوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوي دي.

ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې به یې هر قوریه دار ته د جلغوزې دوه کیلو تخم او د چهارمغزو ۳۰ کیلو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، څلور اوسپنیز تونلونه، ۲۵ کیلو ګرامه سپېنې او تورې سرې ورکول کیږي.

د خوست د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په لومړي پړاو کې به خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې به روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې به د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړيږي. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې تر درې کلونو پروې قوریه لرونکو سره تخنیکي مرستې وشي ترڅو د دوی نیالګي تر ځنګل پورې ورسیږي.

پر بزګرانو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو د توکو په وېش غونډه کې د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نواب امیرزی وویل، چې صنعتي او کرنیز تولیدات خلکو ته کار پیداکوي او ولسونه د هوساینې خواته بیایي. هغه زیاته کړه، چې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د افغانستان ځمکني او هوایي دهلیزونه خلاصې شوي دي او د افغانستان کرنیز توکي د نړۍ هرې خواته په اسانۍ رسیږي.

په ورته وخت کې قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ وویل: «خوښ یم چې دولت کلیو او بانډو ته پاملرنه کوي او د ولس د ښیګڼې لپاره دوی ته اسانتیاوې رامنځ ته کوي.» هغه وویل چې د جلغوزې او چهارمغزو پروژه به د ولسونو په هوساینه، اقتصادي وده او ځنګلونو په رغونه کې مهم رول ولري او ولسونه به له دې پروژو څخه کلکه ساتنه کوي.

خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې کولو په هڅه کې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۱:۱۸
Background image

ترکیې هېواد ته د کرنې او مالدارۍمرستیال سفر


۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ د ترکیې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۴۲
Background image

خوست کې د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره پراخه سروې ترسره شوه

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د «اکشن اېډ» موسسې په همکارۍ د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۳۸
Background image

هلمند کې د کرنیزو ځمکو اصلاح کولو او زابرانو پاکولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح او د زابرانو پاکولو په موخه له پلازمینې څخه ورغلی ګډ پلاوي دیاد ولایت دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج. . .

بازگشت