ننګرهار کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۶
ننګرهار کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو مدیريتونو کار کوونکو له خوا ددې ولایت په سره رود، لعلپورې، نازیان هسکې مېنې او مومندرې ولسوالیو کې ۶۰ تنو بزګرانو ته د ناروغيو مخنيوي او غوره کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
په یادو ولسوالیو کې  بزګرانو ته د غنمو کتاري کرنې، سبو او مېوه لرونکو ونو ناروغیو مخنیوي، کرنیزو عملیو، حاصل ټولولو، هرزه وښو مخنیوي او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه معلومات ورکړل شول .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې دښاخه برۍ، یوریا سپري، د ونو د تنو سپینول، د درملو ګټو، زیانونو او ګڼو نورو برخو کې پوهاوی وشو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو وژغورل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت