پکتیا کې  ۲۰ مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۲۸
پکتیا کې  ۲۰ مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس توکو مرسته وشوه

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې په مالی ملاتړ  او د «او‌آر‌ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په زرمت ولسوالی کې ۲۰ تنه مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه، چې د مالدارانو لپاره د لبنیاتو راټولول او پروسس اسانه کوي.
په دې مرسته کې د شېدو سطلونه، د پنیر جوړونې ماشینونه او نور اړین ۹ قلمه توکي شامل دي. دغه توکي د پکتیا مرکز او د یاد ولایت د زرمت  ولسوالی مالدارانو ته د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې په مالي مرسته د «او‌آر‌ډي» مؤسسې په همکارۍ ووېشل شول. د دې وسایلو په مرسته به مالداران وتوانېږي چې خپل لبنیات په اسانه او معیاري ډول راټول او پروسس کړي. 
د مالدارۍ سکتور د لبنیاتو په تولید کې مهمه ونډه لري، خو د وسایلو او پروسس د اسانتیاوو نشتون د مالدارانو ستونزې زیاتوي. دا ډول مرستې د لبنیاتو د تولید او کیفیت په ښه‌والي کې رغنده رول لوبوي او د مالدارانو عواید زیاتوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت