پکتیا کې ۲۰ مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس توکو مرسته وشوه
۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې په مالی ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په زرمت ولسوالی کې ۲۰ تنه مالدارانو سره د لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه، چې د مالدارانو لپاره د لبنیاتو راټولول او پروسس اسانه کوي.
په دې مرسته کې د شېدو سطلونه، د پنیر جوړونې ماشینونه او نور اړین ۹ قلمه توکي شامل دي. دغه توکي د پکتیا مرکز او د یاد ولایت د زرمت ولسوالی مالدارانو ته د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې په مالي مرسته د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ ووېشل شول. د دې وسایلو په مرسته به مالداران وتوانېږي چې خپل لبنیات په اسانه او معیاري ډول راټول او پروسس کړي.
د مالدارۍ سکتور د لبنیاتو په تولید کې مهمه ونډه لري، خو د وسایلو او پروسس د اسانتیاوو نشتون د مالدارانو ستونزې زیاتوي. دا ډول مرستې د لبنیاتو د تولید او کیفیت په ښهوالي کې رغنده رول لوبوي او د مالدارانو عواید زیاتوي.