جمهوررئیس غني: موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې جلغوزي په یو ویاړ بدل کړو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۹:۲۱
جمهوررئیس غني: موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې جلغوزي په یو ویاړ بدل کړو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د جلغوزیو ورځې د نمانځنې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهوررئیس غني وویل، زموږ پټې خزانې (محصولات) رڼې، مشروع او د صادرولو وړ دي. موږ په لږ وخت کې وتوانېدو چې یوه پټه خزانه (جلغوزي)په ویاړ بدله کړو.
جمهوررئیس د جلغوزیو ځنګلونو د ساتنې لپاره د پکتیا، پکتیکا او خوست د دیارلس ولسوالیو د ولسونو پرېکړې او اقداماتو څخه په مننې د لغمان، نورستان او کاپیسا له ولسونو څخه هم د دغه ډول پرېکړې او اقدام هیله څرګنده کړه.
د هیواد جمهوررئیس له ولسونو او مسوولینو څخه مننه وکړه چې جلغوزي یې د قاچاق پرځای د ارزښت په ځنځیر او پانګه بدل کړل. د انارو، بادامو، پستې او د هیواد د نورو مېوو او کرنیزو محصولاتو د تولید او صادرولو په برخه کې یې د دغه ډول اقداماتو لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوه او په دې برخه کې لومړی قدم اخیستل شوی، مګر نور قدمونه هم باید په اساسي توګه واخیستل شي او افغانستان د کرنیزو محصولاتو په منظم صادراتي هیواد بدل شي. هغه زیاته کړه، له ټولو کرنیزو صادراتي اقلامو سره د جلغوزیو په څېر چلند حتمي او ګټور دی.
جمهوررئیس غني د ترانسپورټ لوړې بیې او ټیټ کیفیت ته په اشارې ترانسپورټ وزارت ته د اساسي اصلاحاتو او اقداماتو لارښوونه وکړه. په ټینګار یې وویل، ترانسپورټ باید د ارزښت ځنځیر برخه شي، دغه راز له تخنیکي ښوونځیو نیولې تر پوهنتونونو پورې دې لوژستیک په تدریسي نصاب کې شامل او د ارزښت په ځینځیر پانګونه وشي.
محمداشرف غني د افغانستان د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې ته په اشارې وویل، بازار پرانیستل شوی، موږ باید خپل فکرونه پرانیزو. زموږ د کرنیزو محصولاتو لوی بازار د سیمې هیوادونه دي، لازمه ده چې سیمه درک او هغه څه ور صادر کړو چې ورته اړتیا لري.
جمهوررئیس مسوولینو ته د کرنیزو محصولاتو د پروسس، تولید، صادرولو، پانګونې او صنعتي پارکونو د ستونزو د حل د لارښوونو پرمهال کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې یوازې د جلغوزیو ورځې په نمانځلواکتفا ونه کړو، بلکې د هیواد کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په خاطر دې لا زیاتې هڅې وشي.
جمهوررئیس وویل، په ګلخانۍ ماڼۍ کې د ملت د بابا اعلیحضرت محمدظاهر شاه په دفتر کې د افغانستان د لومړي پاچا چې کرنه یې بنسټیزه کړه، یما پاچا تاج ایښی، د انارو غالۍ په کې غوړېدلې او دېوالونه به یې د افغانستان په کرنیز پیداوار ښکلي شي.
هغه زیاته کړه، موږ ګلخانه د افغانستان د غالیو، مرمرو او لرګیو په مرکز بدله کړې، ترڅو کتونکي د هغې د نندارې پرمهال، زموږ په کلتور او کرنیزو محصولاتو پوه شي.
جمهوررئیس غني وویل، زموږ سفارتونه به یوازې سیاسي نمایندګۍ نه وي، هر سفیر به په اړوند هیواد کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو او صادراتو ته په بازار موندنه کې فعاله ونډه اخلي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د خلکو، خصوصي سکتور او دولت ترمنځ همکارۍ کې اساسي بدلون پکار دی. هغه زیاته کړه، زموږ صادراتي توکو کې د ښځو پر رول سترګې نشي پټېدلای، د دوی د رول لا پیاوړتیا او د اتحادیو ایجاد ته باید اساسي پاملرنه وشي.
د کرنې او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزیرانو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال دغو مراسمو ته د وینا پرمهال له جمهوررئیس څخه د جلغوزیو په ګډون د افغانستان ټولو کرنیزو او صادراتي اقلامو ته د پاملرنې او د جلغوزیو ورځې د نومولو او نمانځلو مننه وکړه.
یادو ویناوالو د جلغوزیو د تولید، پروسس او صادرولو ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو او صادراتي اقلامو په اړه دخپلو کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات ورکړل. همدارنګه یې د کرنیزو محصولاتو، د هغو د پروسس، صادرولو او پانګونې په برخو کې شته ستونزې او په هغه اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
دوی وویل، افغان تاجرانو تېر کال د جلغوزیو له لارې شل میلیون ډالر ګټه کړې او دولت د خصوصي سکتور په مشارکت د جلغوزیو په څېر د نورو کرنیزو او صادراتي اقلامو د سکتور ملاتړ کوي.
د دغو مراسمو په پای کې د جلغوزیو د تولید، پروسس او صادرولو په اړه د برابرې شوې ویډیو د نندارې ترڅنګ د خصوصي سکتور استازو، پانګوالو، تاجرانو او قومي مشرانو جمهوررئیس غني ته د جلغوزیو ډالۍ هم ورکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت