لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰ زره غټو او کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طبق «اف‌ام‌ډي» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به د لغمان ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ټولټال ۳۰۰ زره غټ شخوند وهونکي څاروي (غواګانې) او  کوچني شخوند وهونکي څاروي (پسونه او وزې) د طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري د طبق ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د غټو او کوچنیو څارویو لپاره د «اف‌ام‌ډي»  واکسین مرسته شوې وه.
طبق «اف‌ام‌ډي» یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې غټ او کوچني شخوند وهونکي څاروي پرې اخته کېږي او د څارویو روغتیا، تولیداتو او د مالدارانو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین تطبیق د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
تمه ده، چې د دغه واکسین کمپاین په بشپړېدو سره به د لغمان ولایت د ګڼ شمېر څارویو روغتیا خوندي، د حیواني محصولاتو تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې به مالدارانو ته د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

آغاز کمپاین واکسیناسیون ۳۰۰ هزار رأس مواشی در برابر بیماری بیماری دهن و پا در لغمان
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با همکاری مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد «اف‌اې‌او»، کمپاین واکسیناسیون حدود ۳۰۰ هزار رأس مواشی بزرگ و کوچک را در برابر بیماری بیماری دهن و پا در مرکز و تمامی ولسوالی‌های این ولایت آغاز کرد.
در جریان این کمپاین، در مجموع ۳۰۰ هزار رأس مواشی بزرگ و کوچک، شامل گاوها، گوسفندان و بزها، در مرکز و ولسوالی‌های ولایت لغمان در برابر بیماری تب برفکی واکسین خواهند شد.
گفتنی است که اداره خوراک و زراعت ملل متحد «اف‌اې‌او» به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری دهن و پا، واکسین این بیماری را برای مواشی بزرگ و کوچک فراهم کرده است.
بیماری دهن و پا یک بیماری ویروسی ساری است که مواشی بزرگ و کوچک به آن مبتلا می‌شوند. این بیماری بر سلامت حیوانات، تولیدات دامی و وضعیت اقتصادی مالداران تأثیر منفی می‌گذارد. تطبیق واکسین در برابر این بیماری، نقش مهمی در جلوگیری از گسترش آن و حفظ سلامت مواشی دارد.
انتظار می‌رود با تکمیل این کمپاین، سلامت شمار زیادی از مواشی در ولایت لغمان تأمین، تولیدات حیوانی افزایش و وضعیت اقتصادی مالداران بهبود یابد. همچنان، در جریان این کمپاین به مالداران در زمینه پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی آگاهی‌دهی خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د دغه ولایت په ناوې او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰ زره غټو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د کندهار ولایت د کرنې، اوبو. . .

بازگشت