د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۳:۴۴
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند«حاجي سالم» هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په داسې حال کې، چې د هلمند دکرنې رییس مولوی نیازمحمد وهاج او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله په مرکز لښکرګاه کې د بولان څېړنیز فارم چارې وارزولې.
دیادې ارزونې پر مهال دهلمند د کرنې رییس لخوا د څېړنیز فارم د بېلابېلو برخو د د کارونو پرمختګ او څرنګوالي په اړه معلومات مالي او اداري مرستیال سره معلومات شریک کړل. 
همدارنګه د نوموړي فارم په بېلابېلو سیمو کې  له تجربوي قطعاتو او مورنیو تخمونو لیدنې وشوې. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د یاد فارم د چارو د لا ښه والي په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت