ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول
۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سرهرود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه د جوارو ترېشر، ۲۰ بوجۍ او دوه ترپالونه ورکړل شول.
د یادو وسایلو د وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د جوارو د حاصل ټولولو بهیر اسانه کول او د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو راکمول دي، څو بزګران وکولای شي خپل حاصلات په ښه او اغېزمن ډول راټول او خوندي کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د همکارو مؤسسو په ملاتړ هڅه کوي، چې د بزګرانو د کاري بهیر د اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د کرنې د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.
