د څارویو سرشمېرنې د بهیر پیلولو په پار د تخنیکي کمېټې جوړولو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۴:۱۹
د څارویو سرشمېرنې د بهیر پیلولو په پار د تخنیکي کمېټې جوړولو په موخه غونډه دائره شوه


۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې چارسمبال مرستیال عصمت الله حکیمي په شتون کې د څارویو د شرشمېرنې د بهیر پیلولو په پار د تخنیکي کمېټې جوړولو په موخه غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
په دې کتنه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو شمېر مسوولینو هم په کې ګډون درلود، د مالدارۍ او مالدارانو د سرشمیرنې په بهیر کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د دواړو ادارو ترمنځ پر ګډ کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت او د احصایې ریاست ګډې کاري اړیکې لري، باید ټولې چارې د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ په ګډه مخته ولاړ شي او همداراز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه غواړوچې د سرشمېرنې په بهیر کې روڼتیا په پام کې ونیول شي.»
ټاکل شوې، چې دغه بهیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همغږۍ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ ترسره شي.

جلسه به منظورایجاد کمیته تخنیکی جهت آغاز روند سرشماری حیوانات برگزار شد
۱  سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
 جلسه‌ای در وزارت زراعت به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور عصمت الله حکیمی سرپرست معاونیت اداره ملی احصایه و معلومات به منظور ایجاد کمیته تخنیکی جهت آغاز روند سرشماری حیوانات برگزار شد.
در این دیدار که شماری از  مسولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصایه و معلومات حضور داشتن، پیرامون همکاری‌های مشترک در روند سرشماری مالداران‌، و مالداری بحث صورت گرفت.
 مولوی صدراعظم عثمانی معین مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر کار مشترک میان دو اداره تاکید کرده علاوه کرد" وزارت زراعت و ریاست احصاییه رابطه کاری مشترک دارد باید با تفاهم وهماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی  احصایه کار  به پیش برده شود و همین گونه  از سازمان خوراک و زراعت ملل متحد  می‌خواهیم که شفافیت در پیشبرد روند سرشماری در نظر گرفته شود".
قرار است این روند به حمایت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به هماهنگی و همکاری ‌ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه و معلومات به پیش برده ‌شود

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت