هلمند کې زرګونو مالدارانو ته د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوې ده

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۵۲
هلمند کې زرګونو مالدارانو ته د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوې ده

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د مالدارۍ او حيواني روغتيا امر حافظ هدایت الله هدایت د هالنډ کمیټې له ولایتي مسؤل ډاکتر ثناءالحق سره د هغوی د روانو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې ډاکتر ثناءالحق د خپلو روانو چارو په اړه د مالدارۍ آمر ته معلومات وړاندې کړل، هغه وویل دامهال یې ددې ولایت نږدې ١٧٠٠ ځایي مالدارانو ته د مالدارۍ په برخه کې د زده کړو لړۍ په لاره اچولې ده، چې له مخې به یې یاد مالداران له خپلو کوچنيو حيواناتو وړۍ او کورک په مسلکي ډول راټولوي او بیا به یې په بازار کي په مناسبه بيه پلوري.
ښاغلي هدایت د یادې مؤسسې له مسؤل سره د مالدارۍ په برخه کې د یو شمېر اړینو برنامو د پلي کولو وړاندیزونه شریک کړل، چې هغوی یې د تمویل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت